Pajhwok Afghan News

شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسله‌والو څلور ځوانان وژلي

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): په شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسله‌والو څلور رضاکار ځوانان په ډزو وژلي دي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د تحریک طالبان او حکومت ترمنځ تر نامعلومې مودې پورې اوربند شوی، خو په وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ تېزه شوې ده.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې مېشت خبریال طاهرخان د وزیرستان د ځایي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه نن په ځایي وخت غرمه مهال د شمالي وزیرستان په حیدرخېلو سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، څلور ځوانان چې یادې سیمې ته په چکر تللي وو، خو د بېرته ګرځېدو پر مهال یې په لاره کې وسله والو پر موټر ډزې کړې او څلور واړه یې وژلي دي.

ویل کېږي چې په وژل شوو کې یو د ایالتي اسمبلې پخوانی کاندید او د یو غیردولتي بنسټ الخدمت رییس ځایي مسوول هم و.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Views: 90

Exit mobile version