جلالاباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې یوه کس خپله مېرمن وژلې چې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون سهار د جلالاباد ښار د درېيمې حوزې اړوند په عربانو ګولايي سيمه کې يوه کس خپله مېرمن وژلې ده.
هغه زياته کړه، د ميرويس په نوم دغه کس خپله مېرمن په خپل کور کې وژلې چې وروسته امنيتي مسوولين پر وخت خبر شوي او قاتل يې نيولی دی.
دی وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه کس ولې خپله مېرمن وژلې؛ خو په دې اړه له هغه پلټنې پیل شوې دي.
له امنیې قوماندانۍ پژواک اژانس ته په را استول شوې ويډیو کې ښکاري چې نیول شوی کس ځان میرویس معرفي کوي او پر خپل جرم اعتراف کوي.
فقر، بېروزګاري، د زدهکړو د کچې کموالی او ناموسي مسايل تر ډېره د دا ډول پېښو لاملونه په ګوته شوي دي.
Views: 547