هرات (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۱): په هرات کې امنیتي سرچینو د هرات ښار د دوولسمې ناحیې اړوند په یوه سیمه کې، د یوې نجلۍ د مړي د موندلو خبر ورکړی دی.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند محمود رسولي د دغه خبر د تایید ترڅنګ له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، تېره شپه د هرات ولایت د دوولسمې ناحیې اړوند په «جبرئیل» سیمه کې د یوې نجلۍ مړی موندل شوی دی.
رسولي د جزیاتو له ورکولو او د پېښې له څرنګوالي پرته زیاته کړه، د دغې پېښې په تړاو د نجلۍ څلور ګاونډیان نیول شوي او د لا څېړنو لپاره د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو تر نظر لاندې دي.
ومو غوښتل چې په دې اړه د وژل شوې نجلۍ د کورنۍ د غړو نظر هم ولرو، خو دوی معلوماتو ورکولو ته حاضر نه شول.
د یادونې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره، دا په هرات ولایت کې د مرموزې وژنې لومړنۍ پېښه ده چې ثبتېږي.
Views: 35