کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): انعامالله سمنګاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر او قاري یوسف احمدي د ریاستالوزرا مرستیال ویاند په توګه وګومارل شول.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاستالوزرا د دفتر عمومي ريیس ملا عبدالواسع مفتي، انعامالله سمنګاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نوي رییس او ملا رازمحمد (قاري یوسف احمدي) د ریاستالوزرا د ویاند مرستیال په توګه معرفي کړل.
د یادونې ده، له دې مخکې انعامالله سمنګاني د حکومت مرستیال ویاند او قاري یوسف احمدي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر په توګه دندې ترسره کولې.
د ریاستالوزرا د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال مولوي احمدالله متقي د یادو کسانو د معرفي کولو په غونډه کې ویلي چې په حقيقت کې د حکومت لپاره خدمت کول خلکو ته خدمت کول دي.
ده هیله څرګند کړې چې نوي ګومارل شوي کسان به د لوړو اهدافو د تحقق په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
Views: 168