ښرنه (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتيکا په ګیان ولسوالۍ کې د دویمې زلزلې له امله پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر یولسو زیات ټپیان شوي.
د ملي راډیو تلویزیون رئیس احمدالله وثیق په خپله تویترپاڼه کې لیکلی، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغه زلزله نن نن سهار (جمعې ورځ) لس بجې شاوخوا رامنځته شوې، چې له امله یې پنځه تنه هيوادوال مړه او تر يولسو زيات ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه په پکتيکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او له درې زره ډېر کورونه نړېدلي دي.
نور جزئیات وروسته…
Views: 133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن