Pajhwok Afghan News

امنیه قومانداني: کابل ښار کې پولیسو دوه «غله» وژلي

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې دوه وسله وال غله له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټويټرپاڼه د یادو څرګندو ترڅنګ لیکلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام د کابل ښار په خیرخانه مېنه کې شوې ده.

هغه لیکلي، د یادو غلو یو کرولا موټر او دوه میله وسلې هم امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهيسې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې خلکو له وسله والو غلو شکایت کړی او لوټلي یې دي.

Views: 127

Exit mobile version