ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنیو چارو وزارت وايي، بهر کې روزل شوي افغان نظامیان پر دندو ګوماري

کورنیو چارو وزارت وايي، بهر کې روزل شوي افغان نظامیان پر دندو ګوماري

author avatar
25 Jun 2022 - 09:31
کورنیو چارو وزارت وايي، بهر کې روزل شوي افغان نظامیان پر دندو ګوماري
author avatar
25 Jun 2022 - 09:31

کابل (پژواک، ۴چنګاښ ۱۴۰۱): کورنیو چارو وزارت وایي، په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان دې هېواد ته راستانه شي څو د مسلک مطابق پر دندو وګومارل شي او خلکو ته خدمت وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، شاوخوا یوه اونۍ مخکې د هند له نظامي (IMA) اکاډمي څخه ۴۳ افغان نظاميان فارغ شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان د وطن کادري شتمني ده.

سرچينې لیکلي: «د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت تیار دی، یاد کسان د خپلو زده‌کړو او مسلک مطابق پر دندو وګوماري.»

کورنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې یاد کسان هېواد ته راستانه شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۵مه په هند کې د افغانستان سفارت له لوري نوو فارغ شوو افغان نظامیانو ته ستاین‌غونډه جوړه شوې وه.

له فارغانو سید عصمت‌الله او محمدخالد د نورو په استازولۍ خبرې کړې وې؛ ویلي یې وو چې په افغانستان کې د تېر نظام له سقوط سره په روحي لحاظ ناارامه وو، خو بیا یې هم خپلو درسونو ته دوام ورکړ.

دوی په افغانستان کې د یو ټولګډون او داسې حکومت رامنځته کېدو هیله څرګنده کړې وه چې ټول افغانان ځان پکې ووینې؛ څو بېرته هېواد ته ستانه او د خپلو خلکو او وطن د خدمت جوګه شي.

Views: 174

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.