کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د تخار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو بیه او استخراج دوه برابره لوړ شوي او د ورځې تر ۱۰۰ ټنو استخراجېږي.
د تخار د کلفګان ولسوالۍ د «ګزستان» ډبرو سکرو کان په دغه ولایت کې د څو معدنونو له ډلې یوازینی هغه دی چې خصوصي سکتور ته سره یې تړون شوی او په قانوني بڼه استخراجېږي.
مسوولان وایي، دغه کان ۱۰ کاله وړاندې د څلور نیم میلیون ډالرو په بدل کې په قرارداد ورکړل شوی و او له ۹ کلونو تېرېدو سره بیا هم د اکتشاف په پړاو کې دی؛ خو بیا هم له یاد کان څخه هره ورځ شاوخوا له ۶۰ تر ۱۰۰ ټنو سکاره استخراجېږي.
د تخار د کانونو ریاست استازي عبدالمتین د ګزستان د ډبرو سکرو په کان کې وویل، پاکستان کې له ډبرو سکرو د استفادې او بازارموندنې ډېرېدو سره، په افغانستان کې یې بیې لوړې شوې او په کان کې کارونه غوړېدلي دي.
د هغه په خبره، تېر کال په همدې وخت کې د تخار په بازارونو کې یو ټن ډبرو سکاره په درې زره افغانیو پلورل کېده؛ خو اوس یې د یوه ټن بیه ۶۵۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
نوموړی زیاتوي، د ډبرو سکاره هر ټن چې پلورل کېږي، دوه زره افغانۍ یې د دولت حساب ته ځي چې دا د هېواد د اقتصاد په وده کې هم ښه رول لري.
په دغه حال کې، د ګزستان د ډبرو سکرو د کان قراردادي شرکت مسوول رضاخان عمرخېل وایي، دغه کان څلور تونلونه لري چې د هر تونل ژوروالی ۲۵۰ مترو ته رسېږي.
د هغه په خبره، په یاد کان کې نږدې ۱۰۰ کسان پر کار بوخت دي چې له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
دا په داسې حال کې دی چې تخار له ډېرو طبیعي زېرمو لکه د مالګې، سرو زرو او د ډبرو سکرو کانونو څخه برخهمن دی چې ډېری دغه کانونه او س هم د سیمهییزو زورواکو له خوا په ناقانونه ډول استخراجېږي.
د کارپوهانو په باور، د دغه ولایت د کانونو سم مدیریت په صورت کې چې په فني او قانوني ډول استخراج شي، د دولت خزانې ته به هره ورځ سلګونه میلیونه افغانۍ جمع شي.
د یادونې ده چې د پژواک د تېرې ورځې (سه شنبې) د راپور له مخې، د افغانستان حکومت د ډبرو سکرو د یوه ټن بیه له ۹۰ څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړې او زیاته کړې وه چې تر اوسه په هېواد کې د دغو کانونو ۸۰ سیمې پېژندل شوې چې کولی شي د سلګونو کلونو لپاره نورو هېوادونو ته ترې صادرات وکړي.
Views: 13