ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیې په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلینډ غړیتوب سره موافقه وکړه

ترکیې په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلینډ غړیتوب سره موافقه وکړه

author avatar
29 Jun 2022 - 05:13
ترکیې په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلینډ غړیتوب سره موافقه وکړه
author avatar
29 Jun 2022 - 05:13

اټلانټا (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱): ترکیې په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلینډ له غړیتوب سره له خپل مخالفته لاس په سر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یادو دوو هېوادونو تېره میاشت د ناټو سازمان د غړیتوب ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیکونه د ناټو سرمنشي ته سپارلي وو؛ خو ترکیې یې له دې امله مخالفت کړی و چې سویډن او فنلینډ د ترکیې د کردانو د وسله‌والې مخالفې ډلې مشرانو او غړو ته پناه ورکړې ده.

د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې د ناټو سازمان مطبوعاتي دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ناټو د سرمنشي جینز سټولټنبرګ په شتون کې د ترکیې، فنلینډ او سویډن مشرانو یو تړون لاسلیک کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د دغه تړون له مخې، یادو هېوادونو د ترکیې ځینې غوښتنې منلې دي او ترکیې په ناټو کې د دوی له ګډون سره موافقه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې درې واړه هېوادونه به د یو بل د ګټو او خوندیتوب لپاره اقدامات کوي.

د ناټو سرمنشي د یاد تړون د لاسلیک هرکلی کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د ترکیې له موافقې سره په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلینډ غړیتوب ته لاره هواره شوه.

د ناټو سازمان د ترکیې په ګډون ۳۰ غړي لري او په دې وروستیو کې د روسیې له کلک مخالفت سره سره، دغو دوو هېوادونو په ناټو سازمان کې د شاملېدو پرېکړه کړې ده.

د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې د سازمان د ټولو غړو موافقه ترلاسه شي.

د یادونې ده، روسیې په ناټو کې د فنلینډ او سویډن له غړیتوب سره کلک مخالفت کړی او په دې برخه کې یې یادو هېوادونو ته ګواښونه هم کړي دي.

فنلینډ څه باندې نیمه پېړۍ د روسیې تر امپراتورۍ لاندې ژوند کړی، تر هغه چې په ۱۹۱۷ زېږدیز کال کې یې خپلواکي واخیسته؛ خو دا هېواد یو ځل بیا په ۱۹۳۹ کې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره مخ شو. فنلنډیانو په دغه ژمنۍ خونړۍ جګړه کې سخت وجنګېدل، خو بالاخره اړ شول چې د خپل ختیځ کاریلا ولایت ستره برخه له مسکو سره د سولې تړون په لاسلیک کولو سره له لاسه ورکړي.

Views: 85

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.