Pajhwok Afghan News

وسله والو وزیرستان کې د پولیو یو کارکوونکی او دوه پولیس وژلي

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱) : نامعلومو وسله و الو کسانو په شمالي وزیرستان کې د پولیو یا ګوزڼ د کمپاین پر کارکوونکو برید کړی چې له امله یې دوه پولیس او یو کارکوونکی وژل شوی دی.

دوه ورځې مخکې هم په یوه برید کې د پاکستان دوه سرتیري وژل شوي وو. دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمنځ تر نامعلومې مودې پورې اوربند شوی دی.

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د سه شبنې په ورځ د شمالي وزیرستان د ته خېل اړونده د تنګي په سیمه کې وسله والو کسانو د پولیو پر کارکوونکو برید کړی و.

سرچینې زیاته کړې چې په دې برید کې د پولیو یو کارکوونکی او دوه پولیس ووژل شول ، دغه راز یو ماشوم هم ټپي شوی دی.

ځایي مسوولینو ویلي چې تر یادې پيښې وروسته په سیمه کې د پولیو کمپاین درول شوی او ۲۱ ټیمونه یې بیرته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې سږ کال [2022] کې تراوسه پورې د پوليو ټولې ۱۱ پېښې مخې ته راغلي، او ټولې په شمالي وزيرستان کې ثبت شوي دي.

Views: 30

Exit mobile version