ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمد یعقوب مجاهد د علماوو غونډې ته: علماء دې په جرات مشوره ورکړي څو د اسلامي امارت پالیسي پیاوړې شي

محمد یعقوب مجاهد د علماوو غونډې ته: علماء دې په جرات مشوره ورکړي څو د اسلامي امارت پالیسي پیاوړې شي

author avatar
30 Jun 2022 - 18:55
محمد یعقوب مجاهد د علماوو غونډې ته: علماء دې په جرات مشوره ورکړي څو د اسلامي امارت پالیسي پیاوړې شي
author avatar
30 Jun 2022 - 18:55

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د دفاع وزارت سرپرست د علماوو په غونډه کې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: «موږ د عالمانو نظرونو او سپارښتنو ته درناوی کوو او دیني عالمان کولی شي چې په جرات سره مشوره ورکړي څو د اسلامي امارت پالیسي پیاوړې کړي.»

«د افغانستان د علماوو لویه غونډه» نن (پنجشنبه) د لویې جرګې په خېمه کې پیل شوې ده. د حکومتي  سرچینو د معلوماتو له مخې، په یاده غونډه کې د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه ۳۵۰۰ دیني عالمانو او قومي مخورو ګډون کړی دی.

په دغه ناسته کې، ځينو چارواکو او ګډونوالو مخکې له غرمې او ځينې نورو بیا وروسته له غرمې خبرې وکړې.

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد چې له غرمې وروسته یې خبرې کولې، ویې ویل: «اسلامي امارت هر ډول هغو مشورو ته اړتیا لري چې نظام پیاوړی او غښتلی کوي او موږ د عالمانو نصیحتونو ته اړتیا لرو او نظرونو او سپارښتنو ته احترام کوو. هغه مشورې چې د شریعت مطابق وي، د منلو وړ دي او دیني عالمان کولی شي په جرات مشوره ورکړي څو د اسلامي امارت تګلاره پیاوړې کړي.»

هغه زیاته کړه: «زموږ دنده د وطن ساتنه او د نظام پهره داري ده، خو تاسو دروند مسولیت لرئ، زموږ کارونه وڅارئ او د هرې برخې نیمګړتیاوې راته ووایئ.»

په دغه حال کې، یاده غونډه کې د تخار ولایت یوه ګډونوال سبحان‌الله فاروقي وویل چې اسلامي نظام پر دوو اصلونو ولاړ دی چې یو سیاست او بل دیانت دی.

هغه زیاته کړه: «سیاست او دیانت له یو بل سره لازم او ملزوم دي، سیاست د نظام ساتونکی دی، که چیرې له دغو دواړو یو نه وي اسلامي نظام تحقق نه شي موندلی.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند هم په دغه ناسته کې خبرې وکړې، ویې ویل: «ملي سوداګر له اوسني اسلامي نظامه خوښ دي او زموږ صادرات د تېرو کلونو په پرتله ۴۰ سلنه ډېر شوي دي… موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني څو د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د سوداګرو ستونزې هوارې شي.»

[/restrict]

Views: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.