Pajhwok Afghan News

تېرو ۱۰ میاشتو کې د کابل هوایي ډګر له ګمرکه سلګونه میلیون افغانۍ عواید راټول شوي

کابل (پژواک، ۱۱چنګاښ ۱۴۰۱): د مالیې وزارت وایي، په تېرو لسو میاشتو کې یې د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک له برخې څه باندې ۴۰۰ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي.

نن د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه ټویت کې لیکلي، د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې بیا د ۱۴۰۱ کال تر غبرګولي یې د کابل نړۍ وال هوايي ډګر ګمرک کې ۴۷۴ میلیون افغانۍ عواید ټول کړي دي.

سرچینه لیکي چې دغه عواید د پام وړ لوړوالی ښیي.

Views: 10

Exit mobile version