هرات ښار (پژواک، ١٣ چنګاښ ۱۴۰۱): ناپېژاندو وسلهوالو په هرات کې د الفاروق قولاردو اړوند پر يوه کاسټر موټر بريد کړى چې پکې دوه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنيو ته لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، نن سهار څو وسلهوالو د لويديځ زون د الفاروق قولاردو اړوند پر يوه کاسټر موټر بريد کړى دى.
خبرپاڼه زیاتوي: «نن سهار څو تنو وسلهوالو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د کارکوونکو پر لېږدونکي کاسټر ډوله موټر برید وکړ چې له بده مرغه په پایله کې ۲ تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.»
د سرچینې په وينا، له پېښې سره سم نور امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او بريدګر يې له منځه وړي دي.
په ورته وخت کې، د هرات د پوليسو وياند محمودشاه رسولي وايي چې نن سهار د هرات ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې ناپېژاندو وسلهوالو د ٢٠٧ الفاروق قول اردو د کارکوونکو پر موټر بريد کړى دى.
هغه وايي، په دغه بريد کې ملکي او پوځي کسانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې، خو يو بريدګر وژل شوى دى.
خو د يادې پېښې د قربانيانو د کورنۍ يوه غړي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې دغه بريد په پايين آب سيمه کې شوى او په ترڅ کې يې درې کسان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ياد بريد مسووليت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 96