کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال او د سوداګرۍ او پانګونې له وزیر سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوه ټویټ په خپرولو سره د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ازبکستان د مرستیال لومړي وزیر او د دغه هېواد د سوداګرۍ او پانګونې وزیر سردار عمر زاکوف ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.
سرچینې لیکلي، دواړو لوریو په دغه لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د افغان سوداګرو مالونو ته د ټرانزیټي اسانتیاوو برابرولو باندې خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په ازبکستان کې مېشت افغان سوداګرو سره هم کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې: «د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، په ځانګړې توګه په ازبکستان کې د مېشتو افغان سوداګرو ستونزې، اندېښنې او د هغوی پر وړاندې شته ننګونو ته د رسېدنې په موخه واورېدې.»
په دغو ټویټونو کې همداراز راغلي، په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، فساد له منځه تللی او د سوداګرو د ستونزو هواري برخه کې فوري اجرات کېږي.
Views: 21