Pajhwok Afghan News

مولوي هبت‌الله اخندزاده: له نړۍ سره د شریعت او ملت د ګټو په چوکاټ کې تعامل غواړو

کندهار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د «اسلامي امارت» مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده چې نن یې د اختر په مناسبت د کندهار عیدګاه جومات کې وینا کوله، وویل، له نړۍ او خلکو سره د شریعت او ملت د ګټو په رڼا کې تعامل غواړي او زیاته یې کړه چې د شریعت له احکامو هیڅکله نه تېرېږي.

هغه وویل، په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، نو باید ټول خلک د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.

د نوموړي په خبره، د وزارتونو او ادارو د اصلاح لپاره کار روان دی؛ ډېر داسي شیان شته چې غیراسلامي او غیرشرعي دي او هغه به له منځه وړل کېږي.

د هغه په وینا، دا یې اراده او عزم دی چې سوچه شرعي نظام په افغانستان کې راشي او کوم څه چې د شریعت خلاف وي، هغو ته به اجازه ورنه کړي که څه هم ډېر فشار ورباندې راشي.

هبت الله اخند زیاته کړه: «د شریعت او د ملت د ګټو په چوکاټ کې له نړۍ او خلکو سره تعامل کوو، له چا سره ضد یا جنګ نه غواړو، دوستي او دښمني هر څه چې مو دي، هغه د الله ج د شریعت او د اسلام په چوګاټ کې دي.»

هغه دغه راز د حکومت له نورو مسوولینو هم وغوښتل چې د خلکو خدمت په صادقانه ډول وکړي؛ ځکه د افغانانو د هرې کورنۍ غړي وژل شوي دي.

د کندهار اوسېدونکي بیا وایي، طالبان باید د خلکو غوښتنې ومني چې تر ټولو لومړۍ غوښتنه یې د نجونو د ښوونځيو پرانيستنه ده.

د کندهار اوسېدونکی ځوان فیضي وایي، طالبان دې په بهرني سیاست کې له نړۍوالو سره تعامل وکړي او دغه راز په کور دننه دې د ملي یووالي لپاره کار وکړي.

ده زیاته کړه: «له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې د خلکو غوښتني ومني، لکه د نجونو ښوونځي پرانیستل او له نړۍوالو سره تعامل کول، موږ هم په هغه نړۍواله دایره کې ځان راوستل غواړو کوم چې د نړۍ نور ملتونه پکې شتون لري.»

د کندهار نور اوسېدونکي هم وایي، له اوسني نظام سره باید خلک همکاري وکړي څو په هېواد کې شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

د کندهار یو اوسېدونکی محب الله وایي، خوښ دی چې د اسلامي امارت مشر یې مخامخ ولید او له هغه سره یې یو ځای د اختر لمونځ ادا کړ.

ده وویل: «موږ خوشحاله یو چې وروسته له ډېرو کلونو اخترونه په سوله کې لمانځو، نو تمه مو دا ده چې لا هم افغانان یووالی او اتحاد ټینګ کړي څو نورې ستونزې هم له منځه ولاړې شي.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی مولوي حاجي عبدالرازق هم وایي، خلک دي له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او دغه راز اسلامي امارت هم باید له خلکو سره ښه چلند وکړي.

ده زیاته کړه: «ډېر ښه نظام دی، الله دې اول موږ ته هدایت وکړي چې د دوی ملاتړ وکړو او بیا دې خدای دوی ته هدایت وکړي چې موږ د دوی پر پله پل کښېږدو او تر شا یې ودرېږو.»

دا په داسې حال کې چې نوموړي څو ورځې مخکې په کابل کې د علماوو سترې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې د نړۍ فرمایشونه نه مني او یو قدم هم مخکې ورسره نه ځي او نه به څه ډول تعامل ورسره وکړي.

د یادونې ده، په تېر کوچني اختر کې هم د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله د کندهار په لویه عیدګاه کې راڅرګند شو خو یوازې یې خلکو ته د اختر مبارکي وویله.

Views: 377

Exit mobile version