اټلانټا (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د امریکا د دفاع وزارت وايي، د سوریې لپاره د داعش ډلې مشر د امریکا د یوه بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت د مرکزي قوماندانۍ ویاند ډیو ایسټبرن د چنګاښ په ۲۱مه، وویل چې ماهر ال اګال هغه مهال په نښه شو چې د سوریې د جنډیرس سیمې ته نږدې پر موټرسایکل سپور و.
سرچینې زیاته کړې، په بريد کې د داعش دغه مشر ته نږدې یو کس ټپي شوى، خو ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم تایید کړې چې د داعش مشر د بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د سوریې د ملکي دفاع ځواکونو هم ویلي چې له حلب ولایت څخه بهر په هوايي برید کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی، خو د دغو کسانو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.
د امریکا متحده ایالتونو مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې ال اګال په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د پرمختګونو مسوول و.
سرچینې زیاته کړې، د داعش د دغه مشر وژل د سیمې او د داعش د تعقیب لپاره د امریکا ژمنتیا په ډاګه کوي او په نړۍواله کچه د لا زیاتو بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره به د دغې ډلې توان له مینځه یوسي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د داعش د یاد مشر په اړه لږ معلومات موجود وو؛ د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هغه د شام لپاره د داعش والي بللی دی.
دا برید پنځه میاشتې وروسته له هغه کېږي چې د داعش پخوانی مشر ابو ابراهیم القریشي د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په لومړیو کې د سوریې په شمال کې وروسته له هغه ووژل شو چې د امریکايي ځواکونو له خوا د هغه د نیولو د مخنیوي لپاره پر اېښول شوي بم ور برابر شو.
Views: 65