اټلانټا (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱) : اروپایي هیواد ډنمارک د افغانستان د مرستو له صندوق سره تازه دوه نیم میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې اداره (اوچا) ددې خبر ورکولو ترڅنګ له ډنمارک څخه مننه کړې ده چې دا بشري مرستې یې کړې او د نورو مرستو غوښتنه یې هم کړې ده.
دغې ادارې پخپل ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي دي: «ډېره مننه ډنمارک چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق دوامدار بسپنه ورکوونکي یاست او له تازه ۲.۵ میلیون ډالر مرستو مو هم مننه.»
🇩🇰Thank you #Denmark!
🤝For being a regular donor of the Afghanistan Humanitarian Fund (AHF) and for your latest contribution of US $2.5 million.
#InvestInHumanity, Save Lives.🔗https://t.co/t4SYxFrZ3f pic.twitter.com/OLJLk5uYy3
— OCHA Afghanistan (@OCHAAfg) July 12, 2022
`
اوچا دا مرستې په افغانستان کې د بې وزلو د لاسنیوي په برخه کې مهمې ګڼي او ویلي دي چې اړمنو ته به د مرستو رسول روان ساتي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیون خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري.
څه موده مخکې مرسته کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د ۲.۴ میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنې وکړې. ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د بشري بحران د کنترولولو لپاره ۴.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
Views: 80