لښکرګاه (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې دوه کم عمره هلکان او يوه نجلۍ ژورې څاه ته لوېدلي چې نجلۍ ژغورل شوې او هلکانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد نن (د چنګاښ ۲۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په بيرتاکي سيمه کې رامنځته شوې ده.
راشد دغهراز وویل چې په ياد ولايت کې په يوه بله پېښه کې نن سهار ۹ بجې يو کس سیند کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
ده وویل، ياد کس غوښتل چې له کجکي ولسوالۍ څخه زمين داور سيمې ته لاړ شي، خو د سیند په اوبو ډوب شوی او جسد يې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د يادونې ده چې په هلمند کې له دې مخکې هم څو ځله ماشومان ژورو څاهګانو ته لوېدلي او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
Views: 103