ترینکوټ (پژواک ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنه او د نيول شوي سیمه ییز خبریال کورنۍ وایي، پنځه ورځې مخکې امنیتي ځواکونو په اروزګان کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال نیولی دی.
د خپلواکو خبریالانو ټولنې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، شمس الله شمس چې په اروزګان ولایت کې د سلام اروزګان په نوم د یوې سیمه ییزې رسنۍ همکار و، پنځه ورځې مخکې د اروزګان د امنیې قوماندانۍ له خوا نیول شوی دی.
سرچينه زياتوي، امنیتي ځواکونو تر دې مهاله د هغه د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
د خبریالانو دا ټولنه اروزګان کې د خبریالانو دا ډول نیونې د اندېښنې وړ بولي.
د نیول شوي خبریال کورنۍ وایي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې هغه بېله کومې جرمي دوسیې د بند شپې او ورځې تېروي.
د شمس پلار حیات الله وایي، زوی یې د خپل کور خوا ته د یوې ځایي امنیتي پوستې د کسانو له خوا نیول شوی دی.
هغه د خبریالانو د ملاتړ ټولنو او نورو ادارو وغوښتل چې د زوی په خوشې کېدو کې ورمرسته وکړي.
د ارزوګان کې د یوې سیمه ییزې راډیو همکار د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل، تر دې وړاندې هم د یوې بلې سیمه ییزې رسنۍ یو خبریال امنيتي ځواکونو نیولی و او بېله کومې جرمي دوسیې دوه میاشتې يې بند کې تېرې کړې.
د ده په وینا، که دا ډول نیونې دوام وکړي، مجبوره کېږي چې له خپلو دندو لاس په سر شي.
اروزګان کې د امنیتي ځواکونو مسئولین بیا د ځایي خبریال د نیول کېدو په تړاو څه نه وايي.
پژواک څو ځلي هڅه وکړه چې د شمس د نیول کېدو په تړاو د امنیې قوماندانۍ او دې ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نظر ولري، خو هغوی تردې مهاله په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
Views: 146