کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت وایي، ځانګړو ځواکونو د «خوارجو» پر هغې ډلې او مرکز عملیات کړي او له منځه یې وړي چې څه موده مخکې یې پر ازبکستان راکټي بریدونه کړي وو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د شپې ناوخته په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دا عملیات د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په قنجغه سیمه کې ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړې: «د اسلامي امارت ځانګړو مجاهدو ځواکونو د خوارجو یو مرکز کشف او له منځه یووړ، په دې عملیاتو کې ۳ تنه خوارج قتل، ۵ نور ژوندي ونیول شول، وسائط او وسایل د ځواکونو لاس ته ورغلل.»
#مهم:
تیره شپه د کندز امام صاحب ولسوالۍ قنجغه سیمه کې د اسلامي امارت ځانګړې قطعې د خوارجو یو مرکز کشف او له منځه یووړ.
په عملیاتو کې۳ تنه خوارج قتل، ۵ نور ژوندي ونیول شول.
وسائط او وسائل دځواکونو لاس ته ورغلل.
یادوکسانو څه موده وړاندې پر ازبکستان او تاجکستان راکټي بریدونه کړي وو. https://t.co/5aZNOil1PG— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 16, 2022
د مجاهد په وینا، یادو کسانو څه موده وړاندې پر ازبکستان او تاجکستان راکټي بریدونه کړي وو.
دا په داسې حال کې دی چې د روانې جولای میاشتې په شپږمه نیټه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان له حیرتان څخه د دغه هېواد پر ترمز ښار پنځه توغندي ویشتل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه بریدونه ځاني زیانونه نه درلودل، خو په سیمه کې یې ځینې ویجاړۍ رامنځته کړې وې.
تر یادو بریدونو یوه ورځ وروسته، د افغانستان حکومت ویلي و چې له خاورې یې پر ازبکستان توغندیز بریدونه د هغو «شریرو» کسانو کار دی چې غواړي د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ستونزې جوړې کړي.
پرون مازيګر د افغانستان او ازبکستان پولې ته څېرمه اته راکټونه توغول شوي، چې ځیني يې په افغانستان کې او څه یې د ازبکستان خاورې ته اوښتي.
امنيتي مسئولين سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړي د عاملينو د موندلو او نيولو په موخه په سيمه کې جدي هڅې روانې دي. pic.twitter.com/QUj4SVT9nn
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) July 6, 2022
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي وو، پرون مازيګر د افغانستان او ازبکستان پولې ته څېرمه اته راکټونه توغول شوي چې ځیني يې په افغانستان کې لګېدلي او څه یې د ازبکستان خاورې ته اوښتي دي.
هغه زیاته کړې، امنيتي مسوولين سملاسي د پېښې ځای ته رسېدلي، پلټنې يې پيل کړې او د عاملينو د موندلو او نيولو په موخه په سيمه کې جدي هڅې روانې دي.
د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت په باور دغه ډول ورانکارې کړنې د هغو کړيو کار دی چې غواړي د دواړو هېوادونو اړيکو کې ستونزې جوړې کړي.
بلخي وایي: «زموږ امنيتي مسئوولين د افغانستان د پولو امنيت ته ځانګړې پاملرنه کوي او هېچا ته به فرصت ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر خلاف وکاروي.»
بلخوا، د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې دغه بریدونه د هغو «شریرو» خلکو کار دی چې غواړي د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته او اړیکې خرابې کړي.
Views: 208