شبرغان (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د جوزجان امنیه قومانداني وایي، «د وسلهوالو غلو او انسان تښتوونکو» یوه شپږ کسیزه ډله د دغه ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې نیول شوې ده.
د جوزجان امنیه قوماندان داملا سراجالدین احمدي وویل چې یادې ډلې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار او ځینو ولسوالیو کې د وسلهوالو غلاوو، باج اخیستنې او د خلکو تښتوونې د پلانولو لپاره مرکزونه جوړ کړي وو.
نوموړی زیاتوي چې له نیول شوو کسانو څخه درې کلاشینکوفونه، دوه موټرونه او دوه موټرسایکلونه هم ترلاسه شوي دي.
د هغه په خبره، نیول شوو کسانو په خپلو لومړنيو څېړنو کې اعتراف کړی، ویلي چې په تښتوونو، وسلهوالو غلاوو او باج اخیستنو کې یې لاس درلودل.
احمدي وویل، ټاکل شوې چې د هغوی نسبتي دوسیې نن عدلي اوقضایي ارګانونو ته ولېږدول شي.
د شبرغان ښار د «بکاول لب جر» کلي یو اوسېدونکی خیرالله وایي چې کله ناکله به د شبرغان- اندخوی پر لاره غلاوې کېدلې.
دا په داسې حال کې دی چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې، دوه کسان په شبرغان ښار کې د یوه کرولا موټر د غلا پر مهال د پولیسو له خوا بالفعل نیول شوي وو.
Views: 33