Pajhwok Afghan News

کلات کې د ساري ناروغیو د درملنې مرکز پرانیستل شو

کلات (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): د زابل د عامې روغتيا ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز کلات کې د ساري ناروغيو د درملنې يو مرکز پرانيستل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د زابل په ګډون د هېواد په ځینو سويلي ولایتونو کې کولرا ته ورته ساري ناروغۍ د خپرېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «په کلات کې د ساري ناروغيو د درملنې لپاره یو ځانګړی ۳۰ بستریز روغتون پرانيستل شو.»

نوموړي زياته کړه چې په دغه مرکز کې به نه یوازې د ناروغانو درملنه کېږي، بلکې ناروغۍ به هم تشخيص کېږي.

دی وايي چې ياد مرکز د ناروغيو د تشخیص پر عصري وسایلو سمبال دی.

هغه دغه‌راز وويل چې د یاد ولایت پر مرکز سربېره په شاجوی ولسوالۍ کې هم د ساري ناروغيو د درملنې ۲۰ بستریز او په نورو ولسوالیو کې پنځه- پنځه بستریز روغتونونه فعال شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې پر يادو روغتيايي مرکزونو سربېره په کلات، شاه جوی، شینکۍ او ارغنداب ولسواليو کې پنځه ګرځنده روغتيايي ټیمونه هم فعال شوي چې په يادو سيمو کې خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

د حکیمي د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په زابل کې کولرا ته په ورته ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸۷۹ ته رسېدلی چې له امله يې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د زابل سرپرست والي سلیمان آغا بهير د ياد مرکز د پرانيستې پرمهال پژواک ته وویل، دوی هڅه کوي چې د زابل د مرکز په ګډون د لرو پرتو سيمو خلکو ته هم روغتيايي خدمات برابر کړي.

Views: 35

Exit mobile version