Pajhwok Afghan News

«د نیمروز ولایت د ښوونځیو د ستونزو حل لپاره اړین اقدامات ترسره شوي»

زرنج (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۱ ): د نیمروز د پوهنې ریاست د دغه ولایت پوهنې برخه کې د ستونزو په منلو سره وايي، د ښوونکو، درسي کتابونو او چاپ وسایلو د کمښت ستونزې هوارولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي دي.

د ښوونکو، درسي کتابونو او موادو، قرطاسیې، درسي ټولګیو کمښت او نور د یاد ولایت د پوهنې ریاست او ښوونځیو پر وړاندې عمده ستونزې دي.

نیمروز کې د ښوونکو او په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو کمښت یوه اساسي ستونزه ده

د نیمروز د پوهنې رییس مولوي یارمحمد حقیار د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وویل، د نيمروز ولايت د پوهنې په برخه کې ځينې نيمګړتياوې شته چې له تېر حکومته راپاتې دي.

نوموړي، د ښوونکو او په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو کمښت یو عمده ننګونه بولي او زیاتوي، د نیمروز ولایت د پوهنې په تشکیل کې ۲۲۲۵ کسان وو چې له ۱۳۹۳ کال راهیسې حتی د دغه ولایت د پوهنې ریاست په تشکیل کې د ښوونکي یو بست هم زیات شوی نه دی.

هغه زیاته کړه: «له همدې امله د نیمروز د پوهنې ریاست د نجونو د لېسو له پرانیستلو وروسته د ښوونکو (۱۰۰۰) بستونو کمښت لري او دا یوه لویه ستونزه ده چې دوی به ورسره مخ شي.»

حقیار په دې اړه وایي، د قردادي یا بالمقطع ښوونکو کمښت په ځانګړي ډول ولسوالیو کې د ولسوالیو په ښوونځیو کې یوه اساسي ستونزه ده چې په تړاو یې څو ځلې د «کوار» نادولتي موسسې له مسوولینو او د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سره ناستې ترسره شوې، څو د دغو موسسو په مالي مرسته ۵۰۰ درسي ټولګي جوړ کړې او دغه ستونزه تر یوه بریده حل شي.

د هغه په ​​وينا، یاد دواړه بنسټونه به د درسي ټولګیو د جوړولو ترڅنګ، د ښوونکو معاشونه هم ورکوي.

هغه زیاته کړه، په هره ولسوالۍ کې د ښوونکو ۵۰ بستونه کم دي؛ له همدې امله د دغه کمښت د حل په موخه د پوهنې ریاست ۸۰ نارینه او ښځینه اداري کارکوونکي یې د زرنج د اطرافو په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه ګومارلي دي.

په ښوونځیو کې د وسایلو له کمښته ښوونکي او زدهکوونکي هم شکایت لري

یو شمېر ښوونکي او زده‌کوونکي په ښوونځیو کې د شهادتنامو او شقو د چاپولو لپاره د پرنټرونو له نشتوالي شکایت لري.

حقیار د دغې ستونزې په تایید سره وویل، د مستوفيت له خوا د اجازې نشتوالي له امله تر اوسه نه دي توانېدلي چې د پايلو، شقو او شهادتنامو د چاپ لپاره ځانګړی پرنټر وپېري؛ ځکه چې د قیمتي اجناسو پېرل منع شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د ښوونکو د ستونزو د حل په موخه ۸۰زره د پایلو چاپ شوي سندونه د پوهنې  ریاست او د ښوونځیو مدیریت ته په واک کې ورکړل شوي او همدارنګه د شهادتنامو د چاپ لپاره هم ورقې شته دي چې ډېر ژر به پرنټر هم وپېرو، څو د شهاتنامو ستونزه هم حل شي.»

د درسي کتابونو کمښت له څو کلونو څخه پاتې ستونزه

د نيمروز د پوهنې رييس وويل، د نیمروز پوهنې برخه کې د کتابونو د کمښت ستونزه له کلونو راهیسې پر ځای موجوده وه، خو په وروستیو کې حل شوې ده.

هغه وايي، ۲۳۷۰۰۰ ټوکه کتابونه چې تازه له مرکزه راوړل شوي، په ښوونځیو کې توزیع او د نوي ښوونیز کال په پیل کې به د زده‌کوونکو په واک کې ورکړل شي.

حکمي او د پېژندګلوی پر اساس ګومارنې

د نیمروز ځیني اوسېدونکي له حکمي او د پېژندګلوی پر بنسټ له ګومارنو شکایت لري.

د نیمروز د پوهنې رییس، په دغه ولایت کې د سلیقوي او حکمي مقرریو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «یوازې دوه یا درې بستونه د ښوونځیو د امرینو په غوښتنه په حکمي ډول مقرر شوي او دا زموږ صلاحیت دی؛ همداراز هېڅ سفارشي بست تش نه دی؛ مګر دا چې د بستونو تر اعلان مخکې، کارمند منفک شوی وي.»

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، په دې وروستیو کې د پوهنې تش ۳۰۰ بستونه یې اعلان کړي چې ۱۶۰۰ کسانو فورمې اخیستې او ټاکل شوې چې د کانکو ازموینې له لارې استخدام شي.

Views: 16

Exit mobile version