Pajhwok Afghan News

کابل کې غصب شوې لسګونه جريب دولتي ځمکه بېرته راوګرځول شوه

کابل (پژواک، ۲ زمرى ۱۴۰۱): د ټولګټو وزارت وایي چې په کابل کې يې ۱۳۵ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.

د یاد وزارت له لوري د زمري په دویمه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځمکه د کابل د بګرامي ولسوالۍ د سهاک په سیمه کې غصب شوې وه.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دغه څه باندې ۱۳۵ جریب ځمکه چې په درېيو برخو کې ده، د یاد وزارت اړوند ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، پر دې ځمکه یو شمېر کورونه هم جوړ شوي چې د وزارت د رهبرۍ له پرېکړې او د باصلاحیته محکمې له حکم وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې په ځینو ولایتونو کې د ټولګټو وزارت اړوند ملکیتونه د غاصبینو له لوري غصب شوي چې د بېرته راګرځولو لړۍ یې دوام لري او له غاصبینو سره به یې قانوني چلند وشي.

د يادونې ده، په تېرو دوو لسیزيزو کې د يو شمېر زورواکو او عامو خلکو له لوري زرګونه جريب دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

Views: 581

Exit mobile version