پل علم (پژواک، ٥ زمری ۱۴۰۱): د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي وایي، د پل علم – خروار ولسوالۍ ترمنځ د ۱۹ کیلومټره سړک د بیارغولو چارې پيل شوې.
د لوګر د خروار ولسوال مولوي شیراحمد حبیب د زمري په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا سړک ۱۹ کیلومټره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري.
هغه وايي چې دغه سړک د ٨،٥ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د «کار د غنمو په بدل کې» پروګرام له لارې د دوو میاشتو په موده کې بیارغول کېږي.
حبیب زیاته کړه، د دغه سړک په بیارغونه کې د سړک اساسي هوارول، جغل اچونه او د پلونو جوړول شامل دي.
نوموړي زیاته کړه: «یاد سړک د خلکو له بنسټیزو غوښتنو شمېرل کېږي، د څرخ ولسوالۍ اړوند د مولانا صېب د کوتل له بېخه پیل او د خروار ولسوالۍ تر ودانۍ غځېدلی دى چې د وروستيو سېلابونو له کبله د دغه سړک ډېری برخې تخریب شوې دي.»
بلخوا د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي دولت خان پژواک ته وویل، د پل علم – خروار ولسوالۍ ترمنځ غځېدلی سړک د تېرو جګړو او سېلابونو له امله تر ډېره ویجاړ شوی دى.
هغه زیاته کړه چې د دغه سړک له بیارغونې سره به د خروار ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته او سلګونو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم «کار د غنمو په بدل کې» پروګرام له لارې د پل علم – ازرې ترمنځ د ۴۷ کیلومټره سړک او مرکز پل علم کې د ۱۲ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې دي.
Views: 184