کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار د درېيمې حوزې اړونده سیمه کې پر دستمال د راځوړند شوي کس مړی موندلی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کابل ښار د درېیمې حوزې په ساحه کې یو تن چې شهرت یې نامعلوم دی، په پارک شهر کې په داسی حال کې د یادې حوزې پولیسو پیدا کړی چې شخص پر خپل دستمال کې راځوړند او وفات و.»
دی وايي، پولیسو دغه مړی سهار اووه بجې د څېړنو لپاره عدلي طب ته لېږدولی دی.
Views: 314