Pajhwok Afghan News

د شمالي کوریا ولسمشر له امریکا سره جګړې ته چمتووالی وښود

اټلانټا (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون ویلي، هېواد یې له امریکا سره هر ډول پوځي مقابلې ته چمتووالی لري.

د یاد هېواد د دولتي اژانس د خبر له مخې، کېم جونګ دا څرګندونې د کوریا جګړې د ختمېدو د کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، کیم جونګ په یاده غونډه کې ویلي، د امریکا له لوري اټومي ګواښونه شمالي کوریا دې ته اړ باسي چې «خپلې تاریخي بېړنۍ دنده» یعنې له ځانه د دفاع پیاوړتیا پیل کړي.

د بي بي سي د راپور له مخې، داسې ښکاري چې د شمالي کوریا مشر دغه څرګندونې هغو راپورونو ته په غبرګون کې کړې چې سویلي کوریا د احتمالي برید په صورت کې د شمالي کوریا اټومي ګواښ سره د مقابلې لپاره د یوه پلان پر جوړولو لګیا ده.

د سویلي کوریا د نوي ولسمشر له واک ته رسېدو سره چې د شمالي کوریا پر وړاندې یې سخت دریځ خپل کړی، د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې بدلون راغلی دی.

د شمالي کوریا مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ګواکې دغه هېواد د خپلې اوومې اټومي ازموینې لپاره چمتووالی نیسي.

شمالي کوریا وروستی اټومي ازمایښت په ۲۰۱۷ کال کې کړی و، خو له هغه راهیسې د کوریا په ټاپو‌وزمه کې کړکېچ زیات شوی دی.

بلخوا، د امریکا ځانګړی استازی وايي، شمالي کوریا روان کال بې‌ساري توغندي ازمویلي دي.

په داسې حال کې چې د شمالي کوریا د توغندیزو ازمایښتونو د شمېر ریکارډ په یوه کال کې ۲۵ توغندي دي، خو دغه هېواد تر دې دمه په روان کال کې ۳۱ توغندي ازمویلي دي.

امریکا په پرله‌پسې ډول د دغو توغندیو ازمایښت غندلی او د سیمې لپاره یې یو ګواښ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکونو سرغړونه بللې ده.

ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د بالستیک توغندیو او اټومي وسلو پر ازمایښت بندیز لګولی او دغه هېواد په دې برخه کې تر سختو بندیزونو لاندې دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم اعلان کړی و چې امریکا به د اړتیا په صورت کې سیمه کې نورې ستراتیژیکې شتمنۍ ځای پر ځای کړي چې له مخې یې د شمالي کوریا د توغنديو د ازمایښت مخه ونیسي.

د روان کال د می میاشتې په لومړیو کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ژمنه کړې وه چې د خپل هېواد د اټومي وسلو پروګرام پراختیا به ګړندی کوي او داسې یې چمتو کړي چې «هر وخت» وکارول شي.

Views: 594

Exit mobile version