Pajhwok Afghan News

غزني کې ترافيکي پېښه؛ اتو امنیتي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

غزني (پژواک، ٨ زمرى ١٤٠١): د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د يوه رینجر موټر چپه کېدو پېښه کې اتو امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ابوخالد سرحدي د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د خواجه‌عمري ولسوالۍ په ناوه‌ګۍ سيمه کې د ملي دفاع وزارت اړوند يو رینجر موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

سرحدي زياتوي چې پېښه د چلوونکي د بې‌احتياطۍ له امله شوې او ټپيان دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

Views: 337

Exit mobile version