Pajhwok Afghan News

نامعلومو وسله‌والو کونړ کې یو دیني عالم وژلی

اسعداباد (پژواک، ٨ زمری ۱۴۰۱): ناپېژاندو وسله‌والو د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د محمد اسرائیل په نوم یو دیني عالم په ډزو وژلی دی .

د وژل شوي دیني عالم وراره خوشحال د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د ماښام له لمانځه وروسته تره يې محمد اسرائيل کور ته پر لار و چې ناپېژاندو وسله‌والو پرې ډزې کړې او وژلى يې دى.

د هغه په وينا، تره يې له چا سره دښمني نه درلوده، د کلي د جومات امام و او ماشومانو او ځوانانو ته يې د ديني علومو تدريس کاوه.

ده له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د تره قاتلين يي پيدا او سخته سزا ورکړي.

دغه‌راز د خاص کونړ ولسوال فضل‌الرحمن هم تاييد کړه چې ديني عالم محمد اسرائيل د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري وژل شوى دى.

هغه وايي، د پېښې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دى، خو د پېښې د څرنګوالي معلومولو په موخه يې امنيتي ځواکونه سيمې ته استولي دي.

دیني عالم محمد اسرائیل د پخواني حکومت پرمهال د خاص کونړ ولسوالۍ د کبیر ستوري لېسې ښوونکی و، خو اوس يې د ولسوالۍ د حقوقو د مدیر په توګه دنده ترسره کوله.

د يادونې ده، د پخواني حکومت له سقوط وروسته دا لومړى ځل دى چې په کونړ ولايت کې يو ديني عالم وژل کېږي.

Views: 1044

Exit mobile version