ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ سېلاب‌ځپلي مرستې غواړي

د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ سېلاب‌ځپلي مرستې غواړي

author avatar
1 Aug 2022 - 12:24
د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ سېلاب‌ځپلي مرستې غواړي
author avatar
1 Aug 2022 - 12:24

ښرنه (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وروستيو سېلابونو یې کورونو، کرنیزو ځمکو او فصلونو ته سخت زیانونه اړولي خو تر اوسه د حکومت او نورو مرستندویه ادارو له خوا مرسته نه ده ورسره شوې.

د دې ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي چې د مرستو غوښتلو لپاره مرکز ښرنې ته راغلي، له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د دوی غږ واوري او له سېلاب‌ځپلو سره لازمې مرستې وکړي.

په دې اړه د ګومل ولسوالۍ یوه دیني عالم شېرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «سېلابونو زموږ ځمکې تخریب کړې، مالونه مو اوبو یووړل، رسېدلي فصلونه مو زیانمن شول خو تر اوسه هیچا هم مرسته نه ده راسره کړې؛ موږ غواړو چې مرسته راسره وشي.»

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي مخکي هم له اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ وو خو سېلابونو لا پسې وځپل.

د یادې ولسوالۍ یوه بل قومي مشر حاجي کریم پژواک اژانس ته وویل، وروستيو سېلابونو د خلکو شاوخوا ۲ زره جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې او د هغوی د ټول کال خوارۍ یې له منځه وړې دي.

نوموړی غوښتنه کوي چې حکومت او موسسات دې د ګومل سېلاب‌ځپلو ته- چې له اقتصادي اړخه سخت کمزوري دي- پام وکړي او اړینې مرستې دې ورسره وکړي.

دی زیاتوي: «اول به د ځان په اړه درته ووايم، ۱۲۰۰ د مڼو رسېدلې ونې مې لرلې خو یوه هم راته پاتې نه شوه، ټولې مڼې اوبه يووړې، دغسې زموږ د سيمې نور خلک در واخله؛ د چا کورونه تخریب شول، د چا باغونه او فصلونه له منځه لاړل، موږ زیاتو مرستو ته اړتیا لرو.»

د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي د سېلابونو له امله د کرنیزو ځمکو او فصلونو ترڅنګ د کورونو او لارو د ویجاړېدو خبره هم کوي.

د محمد عیسی په نوم د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، سېلابونو په دې ولسوالي کې له ۶۰ ډېر کورونه زیانمن کړي، دغه راز دې ولسوالۍ ته غځېدلې اصلي او فرعي لارې یې هم ویجاړې کړې چې له امله یې خلک له ستونزو مخ دي.

دی وايي، که حکومت او مرستندویه ادارو له زیانمنو سره بېړنۍ مرستې ونه کړي نو هغوی به له اقتصادي ناورین سره مخ شي.

په پکتیکا کې له پېښو سره د مبارزې ریاست په ګومل ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله اوښتی زیان تاییدوي او له زیانمنو کورنیو سره د مرستې ترسره کېدو ډاډ ورکوي.

د دغې ادارې رییس مفتي محمدسلیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د پکتيکا په ټولو هغو ولسواليو کې- چې خلک یې سېلابونو ځپلې دي- د دوی د سروې ټيمونه په کار بوخت دي څو لازمې مرستې ورسره وشي.

هغه زیاته کړه: «په دې اړه موږ لګيا يو، په ځينو ولسوالیو کې مو مرستې هم کړې دي، دوی ته به هم خېمې ورکړو او د رياست له لوري به د خوراکي توکو په برخه کې وريجې هم ورکړو، نور مو وزارت او موسساتو ته وټس اپونه کړي، ويډيوګانې مو ور لېږلې څو په دې اړه اقدام تر سره شي.»

له پېښو سره د مبارزې رياست تر اوسه نه ده معلومه کړې چې په پکتیکا کې وروستیو سېلابونو څومره کورونو، کرنیزو ځمکو او فصلونو ته زیان اړولی خو وايي، د کره شمېرو په راټولولو بوخت دي.

د راپورونو له مخې، وروستيو سېلابونو د دغه ولايت ګومل، اورګون، خوشامند، ډيله، سر روضه، مټاخان، سروبي، خيرکوټ، وازېخوا او وړممۍ ولسوالۍ ځپلې چې د خلکو کورونو، اهلي حیواناتو، کرنېزو ځمکو او فصلونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

Views: 74

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.