Pajhwok Afghan News

له ایرانه څه باندې څلور زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په وروستیو څو ورځو کې له ایرانه ۴۰۱۰ کسان هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۱۹۸۳ کسان په جبري توګه له یاد هېواده ویستل شوي دي.

دغه کسان د روان کال د زمري له ۶ تر ۹ مې پورې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۱۲۶۷ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا پولې له لارې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه لیکي، د یادو کسانو له ډلې، ۱۹ کورنۍ چې ۳۶۶ کسان کېږي، په جبري توګه او ۵۶ نورې کورنۍ چې ۹۰۱ کسان کېږي، په داوطلبانه ډول هېواد ته را ستنې شوې دي.

سرچینې زیاته کړه، له دې ډلې ۲۰ کورنۍ چې شمېر یې ۱۰۳ کسانو ته رسېږي، د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍ­والې ادارې (IOM) ته ورپېژندل شوې دي.

دغه­راز، د کډوالو چارو وزارت وايي، ۲۷۴۳ نور کسان هم د نیمروز د میلک پولې له لارې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د دوی له ډلې، ۷۷ کورنۍ چې شمېر یې ۱۵۷۲ کسانو ته رسېږي، په جبري توګه او ۲۴ کورنۍ چې ۱۱۷۱ کسان کېږي، په داوطلبانه ډول هېواد ته راستنې شوې دي.

د سرچینې په وینا، له دې ډلې، ۶۷ کورنۍ چې ۴۲۸ کسان کېږي، د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍ­وال ادارې (IOM) ته ورپېژندل شوې دي.

Views: 35

Exit mobile version