ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه پلاوی وټاکل شو

د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه پلاوی وټاکل شو

author avatar
3 Aug 2022 - 09:22
د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه پلاوی وټاکل شو
author avatar
3 Aug 2022 - 09:22

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د یادو کسانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې کابینې تېره ورځ د چارو ادارې لوی رياست ته دنده وسپارله چې د دې ادارې او د رياست‌الوزراء د مقام لوی رياست ګډ پلاوی دې یاده موضوع وڅېړي او راټول کړي معلومات دې له خپلو ځانګړو نظرونو سره د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې د یادو ادارو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو حکومت د روان کال د مرغومي په څلورمه د پخواني حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه (د پارلماني او د سولې په چارو کې د دولت وزارتونه او د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونه) لغوه کړل او ویلي یې وو چې د اړتیا له مخې به په راتلونکي کې دغه ادارې بیا رامنځته شي.

کابینې د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د بهرنيو چارو وزارت، ترانسپورټ، هوايي چلند او د کليو پراختيا او بيارغونې سرپرست وزيرانو په ګډون يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د ترافيکي پېښو او بې‌نظميو مخنيوي په موخه دې ټرافيکي طرحه په دقيق ډول وڅېړي او د ځمکني ټرانسپورټ له طرحې سره دې له پرتلې او مطابقت وروسته له خپلو نظرونو سره د تصميم نيونې په موخه د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

دغه راز د کابينې په غونډه کې د چارو ادارې د ریيس شيخ نورالحق انور په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ، اوبو او برېښنا، فواید عامې وزارتونو، د کابل ښاروالۍ او د احصايې او معلوماتو ملي ادارې لوړپوړو مسوولینو او مسلکي او تخنيکي اشخاصو په ګډون پلاوي ته دنده سپارلې چې د نوري فايبر غځونې اړوند پاليسي په دقيق ډول وڅېړي او پايلې یې دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.