Pajhwok Afghan News

ځدراڼ: امنیتي ځواکونو کابل کې په یوه کور کې وسله‌وال کلابند کړي

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند په «کارتې سخي ټاور» کې امنیتي ځواکونو چاڼيز عملیات لرل، خو له یوه کور نه پرې ډزې وشوې او اوس دغه کور کلابند دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کابل ښار د درېیمې امنيتي  حوزې اړوند په کارتې سخي ټاور کې امنیتي ځواکونو چاڼيز عملیات درلودل چې له یو کور څخه پرې ډزې وشوې، یاد کور تر کلکې محاصرې لاندې دی او تصفیه جریان لري.»

سرچينه زياتوي: «هېوادوال دې اندېښنه نه کوي.»

د سیمې یو اوسېدونکی وایي چې هلته د ډزو غږونه اورېدل شوي، خو په اړه یې نور معلومات نه لري.

په دې اړه جزییات به وروسته خپاره شي.

Views: 186

Exit mobile version