Pajhwok Afghan News

بغلان کې سږ کال د خټکیو حاصلات کم شوي

پلخمري (پژواک، ١٦ زمری ۱۴۰۱): په بغلان کې د خټکيو کروندګر وايي، د بې‌وخته اورښتونو او ځينو ناروغيو له امله سږ کال په دغه ولايت کې د خټکيو د حاصلاتو کچه ټېټه شوې ده.

دوى ټينګار کوي چې حکومت بايد د خټکيو حاصلاتو ته مناسب بازار پيدا کړي، څو له ډېر مالي تاوان سره مخ نه شي.

د بغلان ولايت د ډنډغوري د «غرو شاخ» سيمې يوه کروندګر محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې په پنځه جريبه ځمکه کې خټکي کرلي، خو حاصلات يې د تېرو کلونو په پرتله ډېر کم دي.

هغه وايي: «سږ کال په وخت سره واوره ونه شوه چې ځمکه يخ ونيسي او د خټکيو کر ته چمتو شي، بل دا چې سږ کال يو ځل بيا هغه مچان هم راپيدا شوي چې خټکي سوري کوي او بيا حاصل ته نه رسېږي.»

د هغه په وينا، د تېرو کلونو په شان سږ کال د خټکيو سوداګر هم نشته دي چې له دوى څخه حاصلات په پټيو کې واخلي، نو دوى خپله اړ دي چې خپل حاصلات کابل او نورو ولايتونو ته انتقال کړي.

دغه‌راز د بغلان د خټکيو يو بل کروندګر عبدالولي پژواک ته وويل، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د خټکيو پر فصل يې ډېر لګښت کړى خو حاصلات يې د تېرو کلونو په نسبت کم دي.

هغه وايي: «په تېرو کلونو کې به مو له يو جريب څخه يو لوى موټر خټکي بارول، خو سږ کال له دوه نيم يا درېيو جريبو څخه يو موټر باروو؛ حاصلات مو بېخي ډېر کم شوي دي.»

ده اندېښنه وښوده چې سږ کال به دوى ونه شي کولاى پر خټکيو کړى لګښت هم پوره کړي.

يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د خټکيو حاصلاتو ته د مناسب بازارموندنې په برخه کې له دوى سره همکاري وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د کرنې ریاست د کرنې د ترویج مدیر مولوي شاه ولي‌الله نعماني پژواک ته وويل چې د خټکيو د کروندګرو له یادې ستونزې خبر دى او تر خپلې وسې یې مسلکي مشورې هم ورکړې دي.

ده هم وويل چې سږ کال پر وخت د اورښت نه کېدل او ترڅنګ یې د هوا ګرمېدل په ځينو سيمو کې د خټکيو پر حاصلاتو منفي اغېز کړی دی.

نعماني وايي، د کرنې رياست هڅه کوي څو د کروندګرو حاصلاتو ته مناسب بازار پيدا کړي.

خټکي د بغلان ولايت له مهمو محصولاتو څخه ګڼل کېږي چې د ځینو نورو ولايتونو ترڅنګ بهرنيو هېوادونو ته هم صادرېږي.

Views: 50

Exit mobile version