فېروزکوه (پژواک، ۱۶ اسد ۱۴۰۱): د غور ولايت اوسېدونکي د تېرو جګړو پر مهال د خښ شوو ماينونو له شتونه شکايت کوي او غواړي هغه ساحې بېرته پاکې شي چې ماینونه په کې اېښودل شوي دي.
دوی وایي، په دغه ولایت کې د څلورو لسیزو جګړو پر مهال په ځینو سیمو کې ماینونه خښ شوي چې هره ورځ د دغه ولایت اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اړوي.
د فېروزکوه ښار يو اوسېدونکی شريف چې د ماين په چاودنه کې يې خپله پښه له لاسه ورکړې، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د ماينونو شتون لا هم د خلکو ژوند ګواښي.
هغه زياته کړه: «کله مو چې کښت او کرونده درلودل او خپلو کروندو ته روان وو، په لاره کې ماین راباندې وچاودېد او پښه مې له لاسه ورکړه، اوس د ماين پاکۍ له موسسې غواړو چې ماينونه پاک کړي، څو نور خلک زما په شان معلول نه شي.»
دغه راز نوموړی له ټولو خلکو غواړي څو هغو سیمو ته ولاړ نه شي او کرونده ونه کړي چې د ماینونو خطر پکې موجود دی.
شریف چې له خراب قتصادي وضعیت سره مخ دی، وايي: «له تېر حکومت وروسته بېوزلي او بېکاري زیاته شوې او ټول ورسره مخ دي، په ځانګړې توګه زه چې معلول یم، کار نه شم کولای او کار پیدا کولای هم نه شم، ان د هغو کسانو لپاره چې روغ دي، هم کار نه پیدا کېږي او له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»
شریف یوازېنی کس نه دی چې د ماین چاودنې له امله یې د بدن یو غړی له لاسه ورکړی؛ بلکه زرګونه نور کسان هم شته چې د ماینونو چاودنو معیوب کړي دي.
د غور بل اوسېدونکی عبدالقدیر توانا هم له دولت او موسسو هیله لري چې خپل مسوولیت ادا کړي، د ماینونو ساحې په نښه او پاکې کړي، څو خلک نور له ګواښ سره مخ نه شي.
هغه وويل: «د ماين پاکۍ له ټيمه غواړو چې ماينونه پاک کړي، څو له خلکو قرباني وانه خلي.»
د غور ولايت يوه مدني فعال ګل احمد الماس پژواک خبري اژانس ته وويل: «په تېرو څو کلونو کې چې په افغانستان کې جګړه وه، د افرادو او اشخاصو له خوا ډېر ماينونه په غرونو او سړکونو کې خښ شوي او د غور ډېری خلک د بزګرۍ په کار بوخت دي، نو ماینونه باید پاک شي، څو نور د خپلو هېوادوالو له لاسه ورکولو شاهدان ونه اوسو.»
په ورته مهال د «هلوټرسټ» موسسې مسوولین چې د ماین پاکۍ په برخه کې کار کوي وايي، دوی له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د دغه ولایت د ماینونو تر ګواښ لاندې سیمو کې خپل فعالیت پبل کړی او هڅه کوي چې دغه ټولې سیمې له ماینونو پاکې کړي.
د هلوټرسټ دفتر د ماينپاکۍ مسوول فضلالربي ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل: «هغه سيمې چې موږ يې تر پوښښ لاندې لرو، اهنګران سيمه ده چې خلک یې د ماينونو له شتونه ډېر ځورېږي او موږ هلته د ماينونو د شنډولو لپاره کار کوو، څو خلک او کروندګر خپلو کښتونو ته رسېدنه وکړي.»
هغه د یادو ولایت له ټولو خلکو غواړي چې تر ګواښ لاندې او یا هم هغو سیمو ته چې مخکې د جګړو سیمې وې، نږدې نه شي او د ماین پاکۍ له موسسو سره اړیکه ونیسي، څو یادې سیمې سروې او وڅېړل شي او ځای پر ځای شوي ماینونه له خلکو قرباني وانه خلي.
دغه راز د یادې موسسې مسوولین وايي، له ماینونو د فېروزکوه ښار د شاوخوا سیمو له پاکولو وروسته به د دغه ولایت ولسوالیو ته هم خپل فعالیتونه وغځوي، څو وکولای شي ټولې سیمې د ماینونو له شتونه پاکې کړي.
Views: 26