Pajhwok Afghan News

سږ کال په سمنګان کې د څارویو نسل ۷۰ سلنه ډېر شوی

ایبک (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۱): د سمنګان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د څارويو په ځانګړي ډول غواګانو، پسونو او وزو نسل ۷۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د یاد ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټر اکرام‌الدین محمودي پژواک خبري اژانس ته وویل، له دوی سره په دغه ولایت او ولسوالیو کې د اټکلي احصایې له مخې، تېر کال له یو میلیون او ۹۸۰زره څخه ډېر څاروي موجود وو چې دغه شمېر په روان کال کې ۳ میلیون او ۳۴۰زره څارویو ته لوړ شوی دی.

هغه زیاتوي، کومې څېړنې چې دوی د خپلو کارمندانو په وسیله د ولایت او ولسوالیو په کچه ترسره کړې، ښیي چې مالدارانو په روان کال کې له خپلو څارویو څخه تر ۱ میلیون او ۳۶۰زره ډېر شمېر کې نسل‌ګیري کړې چې د تېر کال په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د هغه په خبره، په دغو څارویو کې ۲ میلیون او ۵۰۰زره پسونه او  ۸۳۵زره وزې شاملې دي چې د یاد ولایت د اوسېدونکو له خوا په مرکز او  شپږو ولسوالیو کې په دودیز ډول یې پالنه او ساتنه کېږي.

هغه وویل،د وچکالۍ له امله د څارویو بیې هم راټيټې شوې، د کال په همدغه فصل کې، یو پسه په منځنی ډول په ۸زره افغانیو پلورل کېږي او په څرځایونو کې د وښو نشتوالي مالداران اندېښمن کړي دي.

د کرنې ریاست د مالدارۍ امر وایي، د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۱۲ کال کې د کرنې وزارت له خوا د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په همکارۍ په سمنګان کې ترسره شوې، ښيي چې په دغه ولایت کې تر ۸۷۹زره هکتاره ډېره ځمکه د څرځایونو لپاره شته دي.

د هغه په وینا، د دغو پراخو څرځایونو شتوالی د پسونو او وزو د ساتنې او روزنې لپاره برابر دي او د هغو ګرمسېر او سړې سیمې د کال په مختلفو موسمونو کې د مالدارۍ د ودې او پالنې لپاره مناسبې دي.

هغه زیاته کړه، له همدې امله د سمنګان خلکو تر ډېره مالدارۍ ته مخه کړې، مختلف اهلي څاروي او په ځانګړي ډول د پسونو او وزو د رمو ساتنه او پالنه کوي.

له بلې خوا، د سمنګان ولایت مالداران هم د خپلو څارویو له ډېرېدو خبرې کوي.

د سمنګان مرکز ایبک د «قوچنهال» کلي اوسېدونکي جلال‌الدین پژواک ته وویل، اوسمهال په څرځایونو کې واښه نشته او اړ شوِی چې د خپلو پسونو رمه د لوړو ساحو څرځایونو ته ولېږي.

هغه زیاتوي: «ما تېر کال له ۲۱۵ ډېر پسونه درلودل او دغه شمېر پسونو ۱۶۰ وریانو زېږولي او اوسمهال د هغو شمېر ۳۷۵ ته رسېدلی او ښایي د هغه ۲۰۰  وري په بازار کې وپلورم.»

دغه مالدار د مالدارۍ له شغل څخه خوښي وښوده، ویې ویل، په کومو کلونو کې چې په څرځایونو کې واښه ډېر وي، نو پسونه ښه چاغېږي، یو پسه په ۶زره افغانۍ پلورل کېده، خو سږ کال چې واښه کم دي، پسونه ډنګر دي، اوس یو پسه تر ۵زرو افغانیو پلورل کیږي.

مسوولین په داسې حال کې په سمنګان کې د مالدارۍ د ډېرېدو خبر ورکوي چې وچکالۍ په نورو ولایتونو کې هم خلک اړ کړي چې خپل څاروي په نیمه بیه وپلوري.

Views: 27

Exit mobile version