ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د افغان پوله‌ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده

کونړ کې د افغان پوله‌ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده

author avatar
8 Aug 2022 - 15:01
کونړ کې د افغان پوله‌ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده
author avatar
8 Aug 2022 - 15:01

اسعداباد (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځیانو او افغان پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

دغه وسله‌واله نښته تېر ورځ مازدیګر ناوخته د یادې ولسوالۍ د بینشۍ کنډو سیمه کې شوې ده.

ځايي خلک وايي، د دواړو لورو ترمنځ نښته له هغه وروسته وشوه چې پاکستاني لوري غوښتل د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري برخو کې نظامي تاسیسات جوړ کړي.

د دانګام ولسوالۍ د بېنشۍ کنډو سیمې یوه اوسېدونکي خطاب پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون مازدیګر پاکستاني ځواکونو غوښتل په بېنشۍ سیمه کې نظامي تاسیسات جوړ کړي، افغان پوله‌ساتو ځواکونو یې مخه نیولې، وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه، له دواړو لورو د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله کېدې چې څلور ساعته یې دوام درلود.»

دی وايي، افغان ځواکونو د نښتې پر مهال هغه سکواټر هم په نښه کړی او له منځه وړی چې په وسیله یې تاسیسات جوړېدل.

د دانګام ولسوالۍ یوه قومي مشر قتلان هم پژواک ته ورته څرګندونې وکړې او ويې ویل چې پاکستاني لوري د دې ولسوالۍ پر سور کمر، زوړ برول، تورتم او خورو پټي سیمو د توپونو ډزې هم کړې چې چا ته په کې ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي هم مني چې تېره ورځ مازدیګر ناوخته په بينشۍ کنډو سیمه کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د افغان پوله‌ساتو ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.

د دې ادارې رییس مولوي نجیب الله حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل، په نښته کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې او اوس په سیمه کې وضعیت عادي شوی دی .

خو هغه په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

دا لومړی ځل نه دی چې په کونړ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني او افغان لورو ترمنځ نښته کېږي، بلکې مخکې هم د داړو لورو ترمنځ ورته نښتې شوې دي .

Views: 500

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.