کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د مالیې، اطلاعاتو او فرهنګ، اوبو او برېښنا او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو لپاره مرستیالان او د پنځو ادارو لپاره رئیسان وټاکل شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد لیکلي چې دغه ټاکنې د اسلامي امارت د مشر د لزومدید له مخې شوې دي.
ده لیکلي، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکینی مرستیال مولوي عارفالله عارف د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه، د برېښنا شرکت مخکینی رییس ملا محمدعیسی ثاني د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د مرستیال په توګه، د هرات ولایت مخکینی ښاروال مولوي حیاتالله د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي مرستیال په توګه، د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو مخکینی رییس ملا حمدالله زاهد د ماليې وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
تر اوسه ذبیحالله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستیال په توګه هم دنده ترسره کوله.
ده همداراز لیکلي چې په دغو ګومارنو کې د کندهار حوزې د برېښنا مخکینی رییس ملا محمدحنیف حمزه د برېښنا شرکت د رییس په توګه، د کندهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مخکینی رییس سید مولوي برآتشاه اغا ندیم د اترا ادارې د رییس په توګه، ملا عبدالهادي یعقوب د کندهار ولایت د فواید عامې ریاست د رییس په توګه، د ښار جوړولو وزارت مخکینی مالي او اداري معین حافظ محمد امین د کندهار حوزې د برېښنا د رییس په توګه او د کندهار ولایت د ترانسپورټ مخکینی رییس ملا عبدالجبار اخند د همدغه ولایت د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست د رییس په توګه وګومارل شول.
Views: 3220