Pajhwok Afghan News

کابینه: د احصايې اداره دې بهرمېشتو افغانانو ته د کاغذي تذکرو وېش پیل کړي

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): کابینې د ملي احصايي او معلوماتو ادارې ته دنده ورکړه چې بهر مېشتو افغانانو ته د تابعيت د کاغذي تذکرو وېش پیل کړي او یو پلاوی یې وګوماره چې د تېرې ادارې د ممنوع الخروج اشخاصو دوسيې وڅېړي.

د چارو ادارې نن پر خپلې وېبپاڼې لیکلي چې د کابينې غونډه د رئيس الوزراء ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ او د ټولو وزارتونو د سرپرست وزيرانو او خپلواکو ادارو د رئيسانو په ګډون جوړه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه غونډه کې د معتادينو د درملنې، بهر مېشتو افغانانو ته د تابعيت تذکرو د وېش، له پکتيکا، کندهار او غزني ولايتونو سره د زابل پولې ټاکلو، په هېواد کې د څښاک پاکو اوبو رسولو، د نوري فايبر غځونې، د تېرې ادارې د ممنوع الخروج اشخاصو د دوسيو څېړلو په اړه بحث وشو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، کابینې د لوی څارنوال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارله چې د اسلامي شريعت او نافذه قوانينو په چوکاټ کې د تېرې ادارې د ممنوع الخروج اشخاصو دوسيې وڅېړي او له ياد ليست څخه د بري‌الذمه اشخاصو د ايستلو په موخه حل لاره جوړه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې کابینې د ملي احصايي او معلوماتو ادارې ته دنده وسپارله چې د تصويب شوې طرحې له مخې بهر مېشتو افغانانو ته د تابعيت کاغذي تذکرو وېش پيل کړي.

په خبرپاڼه کې د یادې طرحې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي. سرچینې دا هم نه دي لیکلي چې ولې بهرمېشتو ته د برېښنایي پر ځای کاغذې تذکرې وېشي.

په هېواد کې د برېښنايي تذکرو وېش د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي په ۱۳مه پیل شوی دی.

د احصايې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې ۸،۲ میلیون کسانو ته برېښنایي تذکرې وېشل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې له دې ډلې څه باندې ۲،۱ میلیون کسانو ته په افغانستان کې د تېرې زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته دغه تذکرې وېشل شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د کابینې په غونډه کې معتادينو ته د درملنې، فني او حرفوي زده‌کړو او نورو اسانتياوو برابرولو لپاره په ۴ فصلونو کې يو ۱۴ ماده‌ييز طرزالعمل او د نوري فايبر غځونې اړوند د زېربناوو شريکولو پاليسي هم تصويب شوي دي.

سرچینې لیکلي، کابینې د ځمکو د شخړو حل کمېسيون ته دنده وسپارله چې له پکتيکا، کندهار او غزني ولايتونو سره د زابل پولې ټاکلو پر سر دې شته ستونزې حل، د وېش او حدودو تثبيت په اړه دې کره معلومات راټول، د دې شخړې حل لاره دې چمتو او د تصويب لپاره یې دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې د یادو دواړو مسایلو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په یاده غونډه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ته دنده وسپارل شوه چې له اتو اړوندو وزارتونو او ادارو سره په ګډه دې د څښاک د پاکو اوبو رسولو په اړه له اړوندو ادارو سره غونډه جوړه کړي او پايلې یې د تصويب لپاره د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

Views: 256

Exit mobile version