Pajhwok Afghan News

سېلابونو په ميدان وردګو کې درې کسان مړه کړي

ميدان ښار (پژواک، ٢١ زمرى ١۴٠١): په ميدان وردګو ولايت کې د سېلابونو راوتلو له امله درې کسان مړه شوي او ترڅنګ یې د کابل – باميان لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

د میدان وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مولوي فیض‌الله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د دغه ولایت په سیداباد، چک او جلریز ولسوالیو کې د شدیدو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې پر مالي زیانونو سربېره مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

جلالي وایي، بېګا شپه ۱۱ بجې د جلریز ولسوالۍ په دره بوغه سیمه سېلابونو یوه مېرمن او دوه ماشومان مړه کړي دي.

هغه زیاتوي چې د همدې ولسوالۍ په سیاخاک سیمه کې د سېلابونو له کبله د کابل – بامیان لار هم تړل شوې چې دواړو خواو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.

د هغه په وينا، دې سره هم مهاله د یاد ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې سېلابونو لسګونه د استوګنې کورنه نړولي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې تخریب کړې دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

د یو بل خبر له مخې، سیلابونو د میدان وردګو سیدآباد ولسوالۍ یو روغتیايي مرکز په بشپړ توګه له منځه وړی  دی.

ددې ولایت د  عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد زرک ځیرک پژواک ته وویل، چې د دې ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند د تنګې درې دوآب کلي د لومړنیو خدمتونو روغتیایي مرکز چې دوه میاشتې وړاندې یې په یو کلیوالي کور کې فعالیت پیل کړی و، د سیلابونو له امله په بشپړه توګه  ویجاړ شوی او ټول روغتیایي وسیال یې له منځه تللي دي.

نوموړی زیاتوي، چې له ولایتي روغتون څخه یې یادې سیمې ته سیاره روغتیایي ډله رسېدلی او زیانمنو خلک ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي،

د یاد روغتیایي مرکز مشر ډاکتر سیمع الله وايي، د تېرې شپې سیلابونو یې د روغتیایي مرکز ودانۍ په زیاته کچه تخریب کړې. هغه زیاتوي: « موږ یوازې خپل ځانونه له سیمې په ډیر مشکل واېستل نور هرڅه له منځه لاړل». د هغه په وینا، چې اوس په سیمه کې وضیعت عادي حالت ته راګرځېدلی.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

Views: 104

Exit mobile version