Pajhwok Afghan News

په فاریاب کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مېمنه (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): په فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچنې وایي، په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوال محمداسماعیل پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د فاریاب – جوزجان لویې لارې په ختم‌قیر سیمه کې یوه ترافیکې پېښه رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه: «دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د فاریاب د اندخوی اوسېدنکو یو کرولا موټر له جوزجان څخه او یو سراچه موټر د دولت اباد ولسوالۍ له لوري پر لاره وو چې سره جنګېدلي او د لومړني راپور له مخې، یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.»

خو د فاریاب د عامې روغتیا ریاست د توبرکلوز ناروغۍ د کنټرول امر ډاکتر عبدالسلام غني‌زاده چې د پېښې عیني شاهد دی وایي، په یاده پېښه کې درې کسان چې یو ماشوم، یوه مېرمن او یو نارینه دی، مړه شوي دي.

نوموړی وايي: «پېښه ډېره زړه‌بوږنوونکې وه، موټر د ډېر تېزوالي له امله له سړکه وتلي وو، جسدونه او ټپيان له یو بل سره چسپېدلي وو، څوک نه وو چې له موټرو یې بهر کړي وای، دا چې زه ډاکتر وم او په خپله دنده پوهېدم نو وردېدم او ټپیان مې په لیني موټرو کې د شبرغان لوري ته ولېږدول او د مړو د لېږد لپاره مې د اندخوی روغتون په جریان کې کړ.»

د یو بل خبر له مخې، د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې تېره ورځ له غرمې وروسته په یوه ترافیکي پېښه کې ۹ کسان ټپیان شوي دي.

د قیصار ولسوال داملا سعادت وویل چې دغه پېښه د ولسوالۍ مرکز ته د غځېدلې لارې په توی مست کلي کې رامنځته شوې چې ۹ کسان پکې ټپیان شوي دي.

Views: 17

Exit mobile version