مهترلام (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): د لغمان د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت د دولتشاه ولسوالۍ له ۴۱ ښوونځیو ۳۲ یې ودانۍ نه لري.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي شاهجهان ساجد پژواک ته وویل: «زموږ معلومات دا دي چې په دولتشاه ولسوالۍ کې د څلورو لېسو په ګډون ۳۲ ښوونځي ودانۍ نه لري.»
نوموړي په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د يادې ستونزې د حل لپاره يې له پوهنې وزارت او یو شمېر موسسو سره خبرې کړې او هیله شته چې په دې اړه اقدام وشي.
د دولتشاه ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي عبدالمؤمن منقاد هم پژواک ته وویل چې زرګونه زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
ده زیاته کړه: «د پوهنې بهیر تر پخوا ډېر ښه شوی، خو لا هم د (فرشغان، رند دګړان، نمبر یک نویا او نمبر یک ګډیاله) لېسې، ۱۱ منځني او ۱۴ لومړني ښوونځي او درې ديني مدرسې ودانۍ نه لري.»
د دولتشاه ولسوال قاری عبدالقاهر متوکل هم وايي چې دغه ستونزه يې له ولایتي چارواکو سره شریکه کړې ده.
متوکل وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF) غواړي په دولت شاه ولسوالۍ کې ۳۵ ځانګړي ټولګي جوړ کړي چې چارې به يې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.
د يادې ولسوالۍ د فرشغان سیمې اوسېدونکي عبدالسلام پژواک ته وویل: «زموږ په کلي د ښوونځي لپاره ودانۍ نشته، زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې سبق وايي.»
نوموړي له حکومته وغوښتل چې د ښوونځي لپاره یې دې ودانۍ جوړه کړي.
د دولت شاه د پوهنې امریت د معلوماتو له مخې، په ياده ولسوالۍ کې ټول ۴۱ ښوونځي دي چې ۴۸۵۵ نجونې او۱۰۳۲۰ هلکان په کې زده کړې کوي.
هغه زیاته کړه چې يوه لېسه او ۹ منځني ښوونځي د نجونو لپاره ځانګړي شوي دي.
Views: 43