Pajhwok Afghan News

افغانستان ایرلینډ ته په څلورمه شل اووریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه

اټلانټا (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): افغانستان د کرکټ په څلورمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره د پنځو لوبو سیریز دوه په دوه مساوي کړ.

د باران له امله دا لوبه ۱۱ اورونو ته کمه شوه، پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ملي لوبډلې په ټاکل شوو ۱۱ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري نجیب ځدراڼ ۵۰،  راشد خان ۳۱ او رحمن الله ګربز ۲۴ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۱۱ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدلو یې ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري فرید ملک درې، راشدخان او نوین‌الحق دوه دوه او عظمت عمرزي یو لوبغاړی وسوځول. راشدخان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د پنځو لوبو د لړۍ یا سیریز لومړۍ دوه لوبې ایرلینډ ګټلې وې او دوه وروستۍ لوبې افغانستان وګټلې او سیریز مساوي شو. د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه به د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

Views: 50

Exit mobile version