ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ښوونځيو زده‌کوونکو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

لوګر کې د ښوونځيو زده‌کوونکو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

author avatar
16 Aug 2022 - 16:34
لوګر کې د ښوونځيو زده‌کوونکو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
author avatar
16 Aug 2022 - 16:34

پل علم (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام/ UNDP په مالي لګښت په مرکز پل علم کې د دولتي ښوونځيو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ چې «له فساد سره مبارزه» تر سرلیک لاندې نن پیل شوې، درې ورځې به دوام ولري.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري ازانس ته وویل، په دغو سیالیو کې د مرکز پل‌علم د بېلابېلو ښوونځیو ۷۲ لوبغاړو ګډون کړی دی.

هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو اتله لوبډله به د یاد ولایت د پوهنې ریاست د دولتي ښوونځیو د والیبال رسمي لوبډله شي.

د ښوونځيو ترمنځ د والیبال د پيل شوو یادو سیالیو یوه لوبغاړي بشیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې د ښوونځيو د لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ کېږي.

هغه زیاته کړه، د زده‌کړو ترڅنګ لوبې د زده‌کوونکو لپاره ډېرې ګټورې دي او دغسې سیالۍ دې لا ډېرې شي.

د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، له یادو سپورټي سیالیو وروسته پلان لري چې د لوګر ولایت د ښوونځيو زده‌کوونکو ترمنځ علمي سیالۍ هم جوړې کړي.

 

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.