Pajhwok Afghan News

دفاع وزارت: مولوي مهدي له ایران سره پر پوله ووژل شو

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزارت اعلان کړی چې مولوي مهدي یې د هرات او ایران په سرحدي سیمه کې وژلی دی.

دفاع وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې سیمه‌­ییز قوماندان مولوي مهدي، د هرات او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې د سرحدي استخباراتو د ځواکونو له لوري وژل شوی دی.

دفاع وزارت لیکلي: «د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو، د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ لپاره د مهدي په نوم د بغاوت‌ګرو مشر په داسې حال کې د هرات او ایران په سرحدي سیمه کې وژلی چې غوښتل یې ایران ته وتښتي.»

په دغه ټویټ کې راغلي: «مهدي نومی، په بلخاب ولسوالۍ کې د اسلامي امارت پر وړاندې له بغاوت وروسته له څو کسانو سره یوځای غرونو ته تښتېدلی و چې په تېرو څو ورځو کې د هرات او ایران ترمنځ سرحدي سیمه کې د استخباراتو او کشف د منسوبینو له لوري په داسې حال چې ایران ته یې د تښتېدو اراده درلوده، و پېژندل شو او د خپلو اعمالو سزا ورکړل شوه.»

د یادونې ده، مولوي مهدي د اسلامي امارت یو قوماندان و چې په دې وروستیو کې د هغوی له لیکو جلا شوی و.

Views: 106

Exit mobile version