Pajhwok Afghan News

ماليې وزارت: هيڅ شرکت نه شي کولاى د بل شرکت په نوم مال وارد کړي

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د مالیې وزارت وايي، هېڅ سوداګريز شرکت حق نه لري چې خپل وارداتي توکي د بل شرکت په نوم ګمرک ته داخل کړي.

د مالیې وزارت په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، د دغه وزارت د ګمرکونو ریاست سوداګریزو شرکتونو ته د اسانتیا برابرولو په موخه دوی ته د اسیکوډا په سیسټم کې یوزر (User) ورکړی، څو وکولای شي له خپل کارځای او یا هم له هېواده بهر د خپلو سوداګریزو مالونو ګمرکي مراحل طی کړي.

سرچینې لیکلي، په دې وروستیو کي ځینو سوداګریزو شرکتونو د ګمرکونو لوی ریاست ته په دې موخه مراجعه کړې چې ګواکې مالونه یې په غلطۍ سره د بل شرکت په نوم ګمرک ته وارد شوي دي.

د مالیې وزارت له سوادګریزو شرکتونو غوښتي چې خپل سوداګریز مالونه په خپل جواز ګمرک ته وارد کړي.

د مالیې وزارت لیکلي، له دې وروسته سوداګریز مالونه چې په هر جواز ګمرک ته وارد شي، دا چې ټول حمایوي اسناد لکه انوایس، پکنګ لیست او بارنامه یې د واردونکي شرکت په نوم دي، نو د قانون له مخې د همدغه شرکت په نوم پېژندل کېږي او بل هېڅ شرکت حق نه لري ادعا وکړي چې مالونه د دوی دي او د بل شرکت په نوم ګمرک ته وارد شوي دي.

Views: 104

Exit mobile version