Pajhwok Afghan News

خلک: د فراه ښار له یوې اوونۍ راهیسې برېښنا نه لري

فراه (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې له یوې اوونۍ راهيسې برېښنا نه لري.

د دغه ولایت د برېښنا مسوولین دا ستونزه مني او وايي چې د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د یو شمېر مسوولینو ادلون بدلون د فراه د برېښنا ریاست کارونه اغېزمن کړي، خو په وينا يې چې دا ستونزې به ژر حل شي.

د فراه ښار د دویمې ناحيې اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وویل: «سره له دې چې یو کیلوواټ برېښنا په ۲۰ افغانۍ ده، خو بیا هم په ټوله شپه کې یوازې دوه یا درې ساعته برېښنا وي، خو اوس له یوې اوونۍ راهيسې هیڅ برېښنا نه لرو.»

د یاد ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي شاه‌محمد وویل چې شتمن خلک له سولري برېښنا کار اخلي خو بېوزلي خلک بیا په تیاره کې ناست وي.

بلخوا د دغه ولایت د برېښنا امریت مني چې له یوې اوونۍ راهیسې د فراه ښار برېښنا نه لري خو د دغه کار لامل د برېښنا ریاست په مرکزي دفتر کې د مسوولانو ادلون بدلون ګڼي.

د یاد ولایت د برېښنا امر حاجي دین‌محمد سجاد پژواک ته وویل: «په کابل کې یو تعداد امرینو بدلېدو زموږ کارونه ټکني کړي دي.»

ده زیاته کړه چې په مرکزي دفتر کې د مسوولینو بدلېدو رابدلېدو له امله دوی ته تېل نه دي رسېدلي.

نوموړي وویل چې د فراه ښار د برېښنا او جنراټور د تېلو موضوع يې له مرکزي دفتر سره شریکه کړې او ژر به حل شي.

Views: 16

Exit mobile version