Pajhwok Afghan News

زابل کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل شو

کلات (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): د زابل امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی چې تر دې مهاله یې ۱۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت مرستیال مولوي الله‌داد شمس‌الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی له خبرداري سره سره بیا هم د زابل په ځینو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي چې د اړولو کمپاین یې پيل شوی دی.

هغه اټغر، شینکۍ، نوبهار، سیوري او شملزي هغه ولسوالۍ یادې کړې چې پر لسګونه جریبه ځمکه یې کوکنارل کرل شوي دي.

نوموړی وايي، په یادو شوو ولسوالیو کې تر دې مهاله ۱۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې او دا لړۍ روانه ده.

د هغه په خبره، غواړي په زابل کې د کوکنارو کرکیله صفر کچې ته ټیټه کړي او چا ته اجازه نه ورکوي چې دغه بوټی وکري.

خو کروندګر وايي چې د غربت له امله یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي دي.

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ یوه کروندګر الله‌نور پژواک خبري اژانس ته وویل، له غریبۍ او بدې ورځې یې پر خپله ځمکه کوکنار کرلي وو چې د پیل شوي کمپاین په لړ کې واړول شول.

دی زیاتوي، خلک بېوزلۍ او غربت ځپلي دي، دا چې نور کښتونه ګټه نه ورته کوي نو اړ کېږي چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.

خو دی وايي، که حکومت له کروندګرو سره د کرنې او بڼوالۍ په وده کې مرسته وکړي نو د کوکنارو له کرلو به ډډه وکړي.

د نوبهار ولسوالۍ یوه کروندګر خان‌محمد هم وايي چې د کوکنارو نه کرلو ورته ویل شوي و، خو له مجبورۍ یې کرلي وو.

هغه پژواک اژانس ته وویل، که حکومت او مرستندویه ادارې له کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو او نورو وسایلو مرسته وکړي نو هیڅوک هم کوکنار نه کري.

په زابل کې په داسې حال کې ځینو کروندګرو پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي او ځايي چارواکو یې د اړولو کمپاین پیل کړی چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د زعفرانو، اینجې او نورو بوټو د کرکیلې او ترویج پر پنځه کلن پلان کار کوي چې له مخې به یې له کروندګرو سره مرستې وشي.

Views: 50

Exit mobile version