ګردېز (پژواک، ٣١ زمرى ١۴٠١): د پکتيا روغتيايي چارواکي وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې د پرلهپسې اورښتونو له امله اوبه مکروبي شوې چې له امله یې ۶زره کسان پر شديد نسناستي اخته شوي دي.
د پکتيا د حوزوي روغتون مشر ډاکتر نصيراحمد رحماني پژواک ته وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې د شديد نسناستي شپږ زره ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کړې ده.
هغه وايي: «وروستيو کې اورښتونه ډېر شوي چې ورسره سېلابونه راغلي، اوبه يې مکروبي کړې دي نو ځکه خلکو ته شديد اسهالات پيدا کېږي.»
نوموړی وايي، په وروستيو لسو ورځو کې د دې ناروغۍ د ناروغانو شمېر ډېر شوی او هره ورځ له ۵۰ تر ۷۰ ناروغان روغتون ته مراجعه کوي.
د رحماني په خبره، له ياد شمېر ناروغانو څخه لس سلنه يې د بستر وړ وي او پاتې نور يې له درمل ورکولو وروسته رخصتوي.
په ورته وخت کې، په ګردېز کې د داخله ناروغيو متخصص ډاکتر عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې شديد اسهال او زړه بدوالى د حفظالصحې د نه مراعتولو له امله پيدا کېږي.
هغه وايي که چېرې پر وخت د دغې ناروغۍ درملنه ونه شي، نو د انسان د مرګ سبب ګرځي.
دغهراز يوه ناروغ لرونکي عبدالصمد پژواک ته وويل: «دوه ورځې کېږي چې يو ماشوم مو د نسناستي ناروغۍ له امله په حوزوي روغتون کې بستر دی، خو په روغتون کې زيات درمل او امکانات نشته او هر څه له بازار څخه په پيسو اخلو.»
نوموړي له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دغې ناروغۍ په مهارولو او درملنه کې له خلکو سره مرسته وکړي.
د يادونې ده چې په دې ورستيو کې د هېواد په ځینو نورو ولايتونو کې هم زرګونه کسان په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.
Views: 30