ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موټرچلوونکي او مسافر د سالنګونو د لویې لارې له خرابوالي شکایت لري

22 Aug 2022 - 15:35
22 Aug 2022 - 15:35

چاریکار (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۱): موټرچلوونکي او مسافر د سالنګونو د لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د بیارغولو په برخه کې یې اقدام وکړي؛ ځکه اوس پر دغه لار تلل د پخوا په پرتله څو ساعته ډېر وخت نیسي.

په ورته وخت کې، د ټولګټو وزارت وايي چې ډېر ژر به د دغې لارې د بیارغولو چارې پیل شي.

د سالنګ لویه لار چې له ګڼې‌ګوڼې ډک مسیر دی، د هېواد شمال له پلازمېنې سره نښلوي. د سالنګ تونل – چې شاوخوا ۲.۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د دغې لویې لارې یوه برخه ده – د بحر له سطحې ۳۹۵۰ متره لوړ پروت دی.

د ټېلري موټر چلوونکی شاه ­اغا – چې له پروان ولایته د هېواد شمال لور ته روان و – د پروان د جبل­السراج ولسوالۍ په بازار کې یې د پژواک له خبریال سره په خبرو کې د سالنګونو د لویې لارې له خرابېدو شکایت وکړ.

هغه زیاته کړه: «د تونل د داخلي برخې په ګډون د سویلي سالنګ له اولنګ دروازې د شمالي سالنګ تر دوشاخ پورې، ۳۳ کیلومتره سړک شاوخوا ۸۰ سلنه وېجاړ شوی دی.»

هغه وايي: «سړک ډېر خراب شوی، له یوه ساعت ډېره لار نه ده، خو زموږ مزل درې ساعته اوږدېږي.»

د دغې لویې لارې یوه مسافر عزیزاغا هم وویل: «ډېره موده کېږي چې د سالنګونو سړک خراب دی، د سړک په ژورو برخو کې ډېرې اوبه درېدلې، د سړک پر مخ لویې لویې ډبرې شته دي، ډېرې ژورې لري، لوی او کوچني موټرونه او مسافر له ډېرو ستونزو سره مخ دي. پر دغه مسیر خلک سخت په تکلیف کېږي، فعلا هوا ښه ده، خو په ژمي کې ښايي لار ډېری وخت بنده شي او د پېښو له امله خلکو ته مرګ‌ژوبله واوړي.»

نوموړی زیاتوي: «له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغولو په برخه کې پاملرنه او هڅې وکړي، ځکه موټرچلوونکي او مسافر ډېر له ستونزو سره مخ دي، د سالنګ د مسیر جوړولو ته باید پام وکړي، د تونل داخل ډېرې خرابۍ لري، تونل ته غځېدلې لارې ډېرې ستونزې لري، پخوا له کابله تر پلخمري په څلورو یا پنځو ساعتونو کې رسېدو، خو اوس مو مزل له اوو تر لسو ساعتونو پورې وخت نیسي.»

د ټېلري موټر چلوونکی او د غزني ولایت اوسېدونکی محمدواجد هم چې له بلخ څخه کابل ته ترکي فرشونه لېږدوي، وايي چې د سالنګ لارې د خرابوالي له امله موټر چلول ورته سخت شوی دی.

هغه وايي: «د سالنګ وضعیت ډېر خراب دی؛ د سړک پرمخ ډبرې راوتلې دي، د تونل دننه اوبه ډنډ شوې، د موټر ټایرونه مو خرابېږي، سراسر ستونزې دي، دوه موټرونه د یو بل له څنګه نه شي تېرېدلای، ځکه لاره بشپړه خرابه ده. ډبرې بیخي ډېرې دي، ترافیکي پېښې زیاتې دي، موږ چې پر دغه لار تګ راتګ کوو حتما ځيني موټرونه وینو چې چپه شوي او یا یې عوارض کړي؛ له حکومته مو غوښتنه دا ده چې دغه لار ورغوي.»

د ټولګټو چارو وزارت ویاند مولوي حمیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د سالنګ لویې لارې په یو شمېر برخو کې ځیني کارونه لکه جغل‌اچونه او نور روان دي او د یادې لارې د اساسي بیارغونې لپاره پلان هم چمتو شوی چې ډېر ژر به عملي شي.

هغه په دې اړه نور جزییات ور نه کړل.

Views: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version